پکتیا سیاحتی شرکت PAKTIA TRAVELS

Whatsapp, Imo, Viber and Telegram: +93777777516

Airline Tickets LIKE Page & SHARE. داخلی او خارجی ټکټونه پاڼه ښوښه کړی مننه

Mission: Ticketing, Airline Booking, Travel Service.

پشلمی يا سحري په رمضان کی:

قال النبي صلى الله عليه وسلم: (تسحروا، فإن في السحور بركة ( بخاری ۱۸۲۳)

نبی صلى الله عليه وسلم فرمايي : پشلمی کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .

بل حديث شريف کې راغلی :
السحور برکة فلا ندعوه ولو ان يجرع احدکم جرعة من ماء ٍ فان الله و ملئکته يصلون علی المسحرين (مسند احمد ) .

په پشلمي کې برکت دی هغه هيڅ کله مه پريږدﺉ که بل څه نه وي نو دغه وخت د اوبو يو غړپ وڅښئ ځکه چې په پشلمي کوونکو باندې د الله رحم نازليږي او فرښتی د دوی د پاره د مغفرت دعاوی کوي .

فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب، أكلة السحر” (مسلم ۱۰۹۶ )

زمونږ او داهل کتاب د روژې په منځ کې فرق پشلمی دی .
په روژه ماتی کې بيړه او په پشلمي کې تأخير کول :

عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ: أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً” (الترمذي ۶۹۶ ) .
له ابی هريرة (رض) نه روايت دی چې رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي :
د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .
د بخاري شريف بل حديث کې فرمايي :
لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. (بخاری 1856)
څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .

إِذَا أَفطَرَ أَحَدُكًم فَلْيُفطِرْ عَلَى تمرٍ فإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُفطِرْ عَلَى ماءٍ فَإِنَّهُ طَهُورٌ (سنن الترمذي ۶۹۱ ) .
په تاسې کې چې دچا روژه وي نو هغه به روژه په خرما يا کجوړه ماتوي که خرما نه وي نو بيا به يې په اوبو ماتوي ځکه چې الله تعالی اوبه (طهور) پاکی ګرځولی دي .

��
ستاسو دوعاگانو په هيله محمد صدیق محتاج

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرآنُ🌙
د رحمتونو میاشت لومړی روژه مو مبارک شه🕌

په کوموشیانو یا عملونو ترسره کولو چې روژه ماتیږي

هغه شیان چې روژه پرې ما تیږي اوفاسد یږی څوضروري يي دادي
(۱) دنسوارواچول اواستعمال .
(۲) په پوزه دنسوارواستعمالول یعنی سوڼ کول .
(۳) سیګریټ ،چیلم ،چرس څکول.
(۴)دګربتۍ،عودلرګي لوګئ قصدا بویول اوتیراول.
(۵)رنګین تاریاجامه چې په خوله کې اړول راړول ترڅوچې دهغه رنګ دلاړو سره ګډ شي اوهغه لاړې تېرول .
(۶) په غوږونوکې لنده دوایی اوتیل اچول .
(۷)دساه بندی دکنټرول لپاره خاص پمپ (انهیلر) استعمالول .(۸) دبل کس لاړې تیرول یا خپلې لاړې په لاس باندې غورځول اوبیايي بیرته تیرول
(۹)په وخت دمضمضې (یعنې خولې ته ابواچولو) اواستنشاق(یعنې پوزې ته ابو اچولو)کې په خطایي سره دابو تیريدل .
(۱۰)دیو شي دڅکلو په وخت کې دهغه څه حصه تیریدل
(۱۱)دماښام د را ختلو نه مخکې په دې نیت خوراک کول چې ماښام راختلې دی اوحال داچې ماښام نه وي راختلی
(۱۲) پوزې ته دوایی اچول چې خیټې ته لاړه شی
(۱۳) دښځې حیض (میاشتینی مرض)
(۱۴) نفاس یعنی داولادپیداکیدوڅخه وروسته دښځینه مخصوص مرض
(۱۵) شځې ته دلاس لګولو اویاښکلولوپه وخت کې انزال (منی تلل)
(۱۶) استمناء (په لاس سره منی اوباسل .
(۱۷) په ډکه خوله قئ ،اولټئ ، کول اګرکه واپس تیرهم نشی (۱۸) په ډکه خوله بغیردقصده قئ کول اودچڼې اودهغه برابر واپس قصدا تیرول ،له دغه اخری دوصورتوبغیرقئ کول روژه نه فاسده وی .
تاسی یی هم شیر کړی دا پوسټ.

[05/06/19]   ایا تاسی نن روژه دار یاست؟

د پکتیا سیاحتی شرکت د روژی مبارکی میاشتی د رارسیدو له کبله ټول مسلمان امت ته مبارکی وړاندی کوی.
او هیله لری چی ټول مسمان ملت ددی میاشتی په برکت سره ، سره یو موټی او متفق شی.
له الله ج څخه تاسی ټولو ته د ښه ژوند غوښتونکی یو.

تازه خبر: د میاشت لیدونکو له لوری میاشت ونه لیدل شوه. نو له همدی کبله به سبا شپه طراویح او ددوشنبی ورځ به روژه وی.
داخبر د الحرمین شریفین له کوله خپریږی.
BREAKING: Ramadan Crescent was NOT seen today, hence 1st Ramadan 1440 will be on Monday, 6th May 2019.
INFO BY: ALHARMAIN Haramain Sharifain

د پکتیا سیاحتی شرکت د روژی مبارکی میاشتی د رارسیدو له کبله ټول مسلمان امت ته مبارکی وړاندی کوی.
او هیله لری چی ټول مسمان ملت ددی میاشتی په برکت سره ، سره یو موټی او متفق شی.
له الله ج څخه تاسی ټولو ته د ښه ژوند غوښتونکی یو.
لاندی جدول د افغانستان اسلامی جمهوری دولت وزارت ارشاد حق او قاف ریاست و انسجام مساجد د ارشاد دعوت امریت له لوری طرحه شوی او تاسی ته یی وړاندی کوو.
د هیواد په هرګوټ کی چی یاست له دی نه ګټه پورته کولای شی.
په درنښت.

د پاکستان لالاری هند ته د پروازونو د شوروع کیدو چاری بشپړی شوی دی.
ډیر ژر به عملی شی.
د جمهوری ریاست دمعلوماتو او د رسنیو د ځانګی د ټویټر پیغام

با کام ایر برنده تکت رایگان شوید!
با سپری نمودن مراحل ذیل از طریق قرعه کشی برنده تکت رایگان به مسیر دلخواه خویش شوید!
این پیشکش از تاریخ ۱ ثور الی ۱۵ ثور ادامه دارد.
موبایل اپلکیشن کام ایر را از https://appurl.io/V06DiMJKX داونلود نمایید.

دروژي فضيلتونه

روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت شوي دي لكه په دې آية كريمه كي:

شهررمضان الذي انزل فيه القرآن °


(سورة البقره آية: ۱۸۵)
ژباړه: (د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل شوي دي (يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته)
او همدا رنگه دا حديث شريف:

عن ابي هريره (رض) عن النبي ﷺ قال: من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه (متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱)


ژباړه: د حضرت ابى هريره (رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي:
(چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توگه او دثواب په نيت، و به بخښل شي دده ټول مخكني گناهونه). په بل حديت شريف كي ذكر شوي دي: د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات.
د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي:
(چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم)
د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي.
يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې: (د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي). په بل حديث شريف كي ذكر شوي دي چي (په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه شي داخليداي):
خداي ﷻ زموږ روژي ته كُم احتياج نه لري، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه (مكمله) روژه كښي دي. او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك، څښاك او جماع څخه ځان وساتي. له دروغو، فحشاء، دحرامو دليدلو او اوريدلو، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي، د جنگ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي.
كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي.
د روژې د خوړلو لپاره شرعى عذرونه
سفر: كه چا د سفر په وخت كې روژه وخوړله روا ده مگر نيول يې فضيلت لري. خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي شو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره شي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول شوي ده.
ناروغي: كه چيري څوك مريض شي او د روژى په نيولو سره يې د مرگ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور شي او همدارنگه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرگ ويره وي لكه: تنده، لوږه، حمل او نور.
حيض اونفاس: په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده.
زوړوالي: هغه چاته روژه خوړل روا ده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي.

روژه ماتوونكي شيان
هغه شيان چي روژه ماتوي په دوه ډوله دي:
هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك، څښاك (غذا وي او كه دوا) او جماع په محل مشتهي كښي.
هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي.
لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك، څښاك او جماع وشي. جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي.

سگريټ، چلم، نصوار، شراب، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كې منع او روژه پري ماتيږي. په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نشي.

كفاره
كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض شي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه شي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه شي كفاره ورځيني ساقيطيږي.

د روژي خوړلو له امله كفاره:
غلام آزادول (كه څه هم اوس غلامان نسته)
دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانشي چي روژه نيول په كښي حرام دي، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټوله پنځه ورځي كيږي

شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه: غنم نيمه صاع (نيمه صاع اوس د دووكيلو گرامو سره مساوي ده)، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول شي

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
ستاسو دوعاگانو په هيله محمد صدیق محتاج

د کام سره د وړیا ټکټ ګټونکی.

یوې ډېرې شتمنې او مالداره ښځې ته په دښته کې موټر خراب شوو، ښځه ډېره خواشینې او وارخطا د سرک پر غاړه ولاړه وه، موټرونو ته یې ډېرې اشارې وکړې؛ خو هیچا ورته موټر ونه دراوه
وخت پرې ډېر تېر شوو، نری نری باران هم شروع شو.
نږدې وه چې پرې تیاره شي، په سوچونو کې ډوبه وه چې، اوس به څه چل کیږي؟
په ناڅاپي ډول یې مخې ته یو زوړ موټر ودرید،
چې یو ځوان هلک یې چلوونکی وو
ښځې لمړی ځوان هلک ته وکتل، بیا یې پر موټر سترګې تیرې کړې.
زړه نازړه وه چې، موټر ته پورته شي که نه
له دې ویریدله چې، له یوه لوري مې عزت او له بلې لوري مې په مالدارۍ څوک خبر نه شي چې، کار به یې نور هم ستونزمن شي؛ خو اخر یې پرېکړه د ختلو وکړه او موټر ته پورته شوه.
په لار کې یې له موټروان څخه پوښتنه وکړه:
-نوم دې څه دی؟
-دکوم ځای یې؟
-او څه مصروفیت لرې؟
ځوان چې د غريبۍ او بې وسۍ نښې پرې له ورایه معلومیدلې، په داسې حالت کې چې ښځې ته یې نه کتل، په ډیر آدب او احترام ځواب ورکړ:
-نوم مې (عابد) دی او مصروفیت مې دا دی چې د یوې ټکسي موټروان یم، ښځه تر یو بریده ډاډمنه شوه
په همدې کې، ښځه خپل ښار ته ورسیده او له ځانه سره یې سوچ وکړو چې، موټروان ترې هر څومره کرایه وغواړي ور به یې کړم
ښځې موټروان ته اشاره وکړه چې، ودرېګه چې کوزه شم، موټروان موټر ودراوه او ښځه ترې کوزه شوه
مالداره او شتمنې ښځې پوښتنه وکړه:
-څو روپۍ دې شوې؟
موټروان:
-نه، نه زما هېڅ روپۍ نه کیږي.
شتمنې ښځې بیا وویل:
نه، داسې نشي کیدلای ځکه؛ ماسره دې ډېر احسان وکړ چې، له لارې څخه دې راپورته کړم او تر خپل ښاره دې راورسولم.
موټروان چې عابد یې نوم وه، بیا وویل:
-بس زما کرایه دا شوه چې، په لاره کې دې هر څوک پیدا کړل، تر خپل وسه ورسره ښه وکړه!
د موټروان له دې ښه تعامل له امله ښځه ډېره حیرانه شوه او روانه شوه آن تر دې چې مخې ته یې یو هوټل راغی هلته ننوتله چې، چای پکې وڅکي، له خادمې یې وغوښتل چې، یوه پیاله کاوه چای راوړه.
خادمه یې چې تر څنګ راغله نو؛ ګوري چې خادمه ډېره ستړې او ستومانه ده.
شتمنې ښځې ورته وویل:
-ولې دومره ستړې ستومانه ښکارې؟
خادمې ښځې په مايوسۍ سره وویل:
-امیدواره یم، او د ولادت وخت مې نږدې دی.
شتمنې ښځې بیا وویل:
-ولې ارام نه کوې؟
خادمې ښځې ځواب ورکړ:
دومره مزدوري وکړم چې، د ولادت په مهال مې د ډاکټرې او ناروغۍ درملنه پرې وکړم.
شتمنې ښځې ورته د چاى روپۍ ورکړې.
خادمه لاړه چې د محاسب څخه ورته پاتی روپۍ راوړي ځکه؛ هغه روپۍ چې ښځې ورته ورکړې وې لس برابره د کاوې له قیمته زیاتې وې
خادمه چې راغله ګوري چې شتمنه ښځه نشته
ښي لوري چپ لوري ته ګوري خو ښځه یې تر سترګو نه شوه؛ خو پر مېز یې یوه ټوټه کاغذ ولید چې پرې لیکل شوي وو:
پاتې روپۍ زما له خوا تاته هدیه او ډالۍ شوې، کاغذ یې چې په بل مخ واړوه نو؛ پرې لیکل شوي وو، د مېز لاندې مې نورې روپۍ ایخي دي، هغه ستا د نوي راتلونکي بچي لپاره ډالۍ او هدیه ده، نږدې وه چې خادمه د ډېرې خوشحالۍ څخه چغې ووهي ځکه چې، د شپږو میاشتو تنخاؤ او معاشونو برابر ورته پیسې میلاو شوې، له خوښۍ یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.
ژر ژر د هوټل مالک ته ورغله او اجازه یې ترې واخیسته،
په ډېره خوشحالۍ کور ته لاړه چې په خپل خاوند باندې زېری وکړي، هغه خاوند چې د خپلې میرمنې د ولادت د مصارفو په سوچ او فکر کې وو، مېرمن یې کور ته په منډه منډه ننوتله او په خاوند یې غږ وکړ.
خاوند یې فکر کوه چې د میرمن بې وخته راتګ یې ښايي له دې امله وي چې، د ولادت وخت یې رانږدې شوی وي.
خو په دې حیران شو چې، د میرمنې په خله یې د خوشحالۍ او مننې کلمات وو.
خپل خاوند یې په غېږ کې راونیو او زېری یې پرې وکړ:
-عابده! زیری مې درباندې.
الله راباندې پراخي راوسته

دا هغه عابد وو چې، د شتمنې ښځې سره يې ښیګڼه کړې وه

د کیسې مطلب:

که چا سره ښه وکړۍ؛ نو ضرور به یې الله تعالى بدله درکړى

ستاسو دوعاګانو په هيله محمد صديق محتاج

Want your business to be the top-listed Travel Agency in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

National and International airlines at cheaper fare
Book yout Next Ticket with us.
#Daily and #Weekly #Flights Schedule From #Kabul to #Multiple_...

Category

Telephone

Address


Bonir Mangal Plaza Main Road 2nd Flour Office#1
Shahr-e Naw Paktia
2258