Afghan News Agency

Afghan News Agency is an independent organization that provides every kind of news from Afghanistan and around the world. So we provide news by English, Pashto, Dari, Persian and Urdu. GOOD LUCK TO YOU.

Afghan News Agency is an independent organization that provides every kind of news from Afghanistan and around the world. Our goal is that, to aware you from every kind of fresh, news. So we our news will be fast and true. So we provide news by English, Pashto, Dari, Persian and Urdu. GOOD LUCK TO YOU.

Pakistan eyes leftover American weapons in Afghanistan

Currently, Islamabad and Washington are engaged in talks through diplomatic channels to sort out issues related to the use of NATO supply routes through Pakistani soil for the withdrawal of thousands of troops and military equipment, like the security of supplies and also what material could be transited and what could not.

The talks are mainly aimed at a smooth and safe transit of NATO supplies through Pakistan once thousands of vehicles start moving out of Afghanistan for which a deadline of 2014 has been set by the United States. As the US and its allies shape up its plan for the troops’ withdrawal, reports in western media suggest that some regional states like Uzbekistan have showed interest in clinching a deal with the United States for the supply of war leftovers and in return the western powers would be provided with the roads.

According to one such report that appeared in New York Times recently, Uzbek officials have quietly contacted American, German and British officials with the offer, in their latest bid to supplement their military despite international embargoes.

Diplomatic sources privy to latest developments on the front of US-Pakistan relations said like Uzbekistan, Pakistan might also seek an agreement with the United States for the supply of military equipment that the US-led western forces could not take back from Afghanistan.

They said that just like Iraq where the US troops had to face high costs of shipping the used military equipment, which even exceeded their real value, the US authorities could face the same situation in Afghanistan.

“Such situation in Afghanistan is likely to compel the US to seek alternatives and one such alternative could be to sell the leftover military equipment to Islamabad. After all the US authorities would not like these latest weapons and equipment to fall into the hands of the Taliban,” said a source, seeking anonymity.

He said Pakistan might also show interest in the purchase of some war leftovers that it believed were vital for boosting its defense capabilities.

A Pakistani official confirmed the talks being held with the US for the use of NATO supply routes for the US led foreign troops’ withdrawal from Afghanistan and all related matters. However, he did not comment on the possibility of talks for a deal between Islamabad and Washington for the sale of war leftovers to Pakistan.

He said Pakistan and the US were key allied nations in the anti-terrorism global campaign and it was hoped that they would be able to work out a mutually acceptable mechanism for the use of NATO supply lines for the troops’ withdrawal from Afghanistan.

"ژر ووځئ"

د کابل چاپ ګڼو ورځپاڼو د ولسمشر په پرونیو څرګندونو چې ویلي وو؛ امنیتي مسوولین نورد عملیاتو پرمهال له بهرنیانو مرسته نه شي غوښتلی، لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر حامد کرزي وینا راخیستې؛ چې بهرنیانو ته په کې خطاب شوی، ژر ووځئ، څوموږ نړۍ ته وښیو چې خپل کور ساتلی شو.

ورځپاڼه د حامد کرزي په حواله لیکي د شرم خبره ده، چې زموږ د ملي امنیت منسوبین د څلورو کسانو په خاطر خپل کور اوکلی په بهرنیو ځواکونو بمباروي.

د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په اند د ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې ناوخته، خو پرځای ګام دی.

د لیکوال په باور د بهرنیو ځواکونو په حملو کې د ملکي وګرو وژنه هغه ستونزه ده؛ چې ښايي دولس اوحکومت ترمنځ د واټن په رامنځته کېدو کې ترټولو لوی لامل وي.

د سرمقالې لیکوال زیاتوي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف دغه ډول پرېکړې باید ډېرې وړاندې شوې وای، خو اوس هم یومثبت ګام دې، په دې شرط چې د ولسمشر د نورو فرمانونو او امرونو په څېر د عمل جامې ته انتظار پاتې نه شي.

بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا بیا دولسمشر کرزي دوینا بل اړخ راخیستی چې وايي، عبرت مو اخیستي، له تېروخته مو زده کړي دي، د دې خاورې دفاع به خپله کوو، یو کوراو یوملت یوو.

ویسا:

ویسا په سرمقاله کې کاږي د ولسمشر وینا واقعاً مهمه ده؛ موږ دې ته اړتیا لرو، چې پرځان عتماد پیداکړو، ځکه پردی کټ ترنیمو شپو وي.

د ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوونکي په اند هیڅ بهرني قوت لومړی خو له هېڅ هېواد سره بې غرضه مرسته نه کوي او بله داچې دا مرسته تر پایه پورې نه وي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په توندو الفاظو سره لیکلي، له بده مرغه دارګ اراکین نه د خپلې خبرې په زور پوهیږي اونه یې ځای پیژني.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور هغه خبرې چې ولسمشر یې سرتېروته کوي، خو غوښتنه یې باید قوماندانان پرځای کړي،هغه قوماندانان چې د کرزي مخاطب دي.

خدمتګار:

خو خدمتګار بلې خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي دناټو له هوايي ملاتړ پرته دافغان پوځونو رول او اغېزناکتیا محدودیږي اوتلفات یې څو برابره زیاتیږي.

د سرمقالې د لیکوني په اند د ناټو اوطالبانو ترمنځ دجګړې په اړه یو عام قضاوت دا دی ،چې پرطالبانو د ناټو ځواکونو د برلاسۍ مهم عمال دهغوي پرمختللی هوایي ځواک دی،اوکه چېرې دغه ځواک نه وای ،نوناټوته به یې پرطالبانو برلاسي ډېره ستونزمنه کړې وای.

د سرمقالې د لیکوال په بارو د ناټوله هوايي ملاتړ پرته د افغان پوځ لاسونه تړل کیږي او د دوی رول اواغېز څوبرابره کمیږي اوتلفات یې تر بحراني کچې پورې لوړیږي.

لیکوال وړاندیز کوي دملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د پوځونو د احضاراتو کچه لوړه، دهوايي ځواک په کارولو کې یې مسلکي پوه اوړتیا زیاته او دهوايي ځواک دکارولو لپاره لازم مقرارات وضع شي.

کرزى په کليوالي سيمو کې پر افغان ځواکونو د ناټو هوايي مرسته بندوي

Feb 16, 2013 - 16:05

ولسمشر حامد کرزى د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره سبا حکم کوي چې نور افغان ځواکونه نه شي کولى په کليوالو سيمو کې د عملياتو پر مهال له بهرنيانو د هوايي ځواک مرسته وغواړي.
ولسمشر کرزي نن په کابل کې په نظامي اکاډمۍ کې امنيتي منسوبينو ته د وينا پر مهال وويل، په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريد چې ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، د ملي امنيت ځواکونو په غوښتنه ترسره شوى و.
په دغه بريد کې، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې ترسره شو، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
کرزي د يادو کسانو پر وژل کېدو ژور خفګان څرګند کړ.
ده زياته کړه: "که دا حقيقت وي، دا ډېره د افسوس خبره ده، ډېره د شرم خبره ده، چې زموږ د ملي امنيت منسوبين به په خپله خاوره کې په خپل کور کې، د څلورو کسانو په مقابل کې له خارجيانو څخه طيارې غواړي او هغه طيارې زموږ کلي بمباردوي."
د کونړ چارواکو ويلي، چې په دغه بريد کې ٣ طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.
کرزي يو ځل بيا پر افغان طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سولې له بهير سره ملګري شي.
د ده په وينا، طالبانو د پرديو وسلې پر اوږه کړې او د پرديو د موخو لپاره د خپلې خاورې پرخلاف جګړه کوي.
ده زياته کړه: "که درې يا څلور کاله مخکې په موږ کې ځيني کسان ډاډمن نه و، چې د طالب فکر د بهر دى خو خپله افغان او مسلمان دى او له خپلې نادانۍ او بېچاره ګۍ استعمالېږي، خو عزيزانو! نن چې ستاسو پر وړاندې ولاړ يم، پوره ډاډمن يم او موږ ته ثابته شوې، دا وسله چې يې پر اوږو ده، د بهر ده."
د ده په خبره، د بهرنيو موخه دا ده، چې د افغانستان دولت نظام او اردو ونه لري او ځوانان يې د ګاونډيو هېوادونو د ځوانانو په څېر زده کړې ونه کړي.
کرزي همداراز يو ځل بيا تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د وضعيت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې پر خپله خپل هېواد وساتي.
ده زياته کړه: "دا ٢٠١٤ کال چې دوى وايي، دا موږ ته نوروز دى، پسرلى دى چې راځي؛ ٢٠١٤ داسې ورځ ده چې موږ د نوروز مېوې خوړلو ته ځو. زموږ پسرلى دى، داسې ورځ ده چې زموږ هېواد زرغون کېږي."
له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه په ١٣٩٠ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېږي.
کرزى وويل، افغانان خوښ دي، چې بهرني ځواکونه يې له هېواد څخه وځي او پر خپله خپل هېواد ساتي.
ده زياته کړه: "خوشبختانه چې ډېر ژر ځي؛ تشويق کړي مو دي، چې ژر ولاړ شئ، ژر وځئ، تر څو موږ نړۍ ته وښيو چې موږ خپل کور په خپله ساتلى شو."
کرزي وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د وضعيت په اړه د خلکو ترمنځ د وېرې خپرول د غربي او کورنيو رسنيو هسې تبليغ دى، چې حقيقت نه لري.
هغه د ملي اردو منسوبينو ته په وينا کې له هغوى وغوښتل، چې په پوره مېړانه د خپل هېواد د ساتلو اراده ولري.
کرزي د پوځي اکاډمۍ په تالار کې شته افغان پوځيانو ته وويل: "موږ د خپلې خاورې د دفاع لپاره بهرنيو سرتېرو ته اړتيا نه لرو، زموږ د خاورې ساتنه دغه ځوانان کوي، چې هره ورځ قرباني ورکوي."
ده له افغان ځواکونو وغوښتل، چې له خپلو خلکو سره ښه سلوک وکړي.
د کرزي په خبره، په دې وروستيو کې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې، د ملي اردو سرتېري د خلکو پر کورونو ننوتي او خلک يې له کورونو وتلو ته اړ کړي دي.
کرزى وايي، امنيتي ځواکونه بايد داسې سلوک ولري، چې خلک يې په ليدو د امنيت او ډاډ احساس وکړي او هغوى د خپل ځان مدافع وبولي.
ولسمشر همداراز د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو د ځورونې په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې سره وويل، چې د ځورونې د مخنيوي لپاره يې اړوندو ارګانونو ته د کلکو اقداماتو امر کړى دى.
کرزي زياته کړه: "لس کاله زه په دې مصروف يم چې د افغانستان د خلکو بشري حقوق محفوظ شي او د امريکا او له دنيا سره مې پر دې ټکر کړى دى، دا به د شرم ځاى وي ، دا به د افسوس ځاى وي چې موږ امريکا، ناټو او خارجيان د خپلو خلکو د حقونو له تخلف څخه بند کړي وي ...، خو خپله بيا د خپلو خلکو له حقونو تخلف کوو. پردي ته به وايو چې مه کوه او خپله به خپل خلک ازاروو."
کرزي په بنديخانو کې د ځورونې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى و، چې تېره اونۍ يې په خپل راپور کې وويل، چې بنديان يواځې د نيولو پر مهال شکنجه شوي دي.

Afghan News Agency

Stone falling injured more than 500 people in Russia.

په روسيه کي اسماني ډبري تر٥ سوه تنه ډېر ژوبل کړل.

Feb 15, 2013 -

د روسیې رسنیو نن وویل چې د دغه هیواد د چیلیابینسک پر سیمه لږترلږه یوه اسماني ډبره لوېدلې او تر ٥ سوه زیات کسان یې ژوبل کړي دي.
چیلیابینسک سیمه د مسکو د ختیځ په یو نیم زر کیلومترۍ کې ده.
راپورونه وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه څلور سوه تنه ژوبل شوي. اکثره خلک د شیشو په ټوټو ټپیان شوي دي. د ډېرو کورونو شیشې ماتې شوي او خلک سخت بېرېدلي دي.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت د څه باندې څلور سوه تنو ژوبلېدا تایید کړه، ویې ویل چې د دې اسماني ډبرې د غورځېدو په نتیجه کې د زینک د یوې فابریکې بام چپه شوی دی.
راپور وايي چې اسماني ډبره، چې وړې ټوټې هم ورسره وې، د اورال د غرونو په ختیځه څنډه کې د سیمې پر یوه کم نفوسه برخه لګېدلې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بله لویه ډبره، چې قطر یې پنځوس متر مربع اټکل شوی، د مځکې لور ته راروانه ده خو ساینس پوهان وايي چې دا ډبره به د مځکې له کُرې اووه ویشت نیم زره کیلومتره لېرې تېره شي

Afghan News Agency

يوه شپاړس کلنه پیغله هلک شوی دى

15, 2013 -

د کونړ د اسمار ولسوالۍ د پلوڅو ناو په کلي کې یوه شپاړس کلنه نجلۍ هلک شوى دى.
دغه ١٦ کلنه نجلۍ چې اوس هلک شوی، وايي: "زما نوم نیاز بې بې و او تر شپږم ټولګي پورې مې زده کړې کړي، چې اوس مې د پلار په خوښه په ځان د انعام الله نوم کېښود."
هغه زياتوي، د دوه کاله وړاندې په ځان وپوهېدم چې ما د نجلۍ کومه نښه په ځان کې نه لیده، همدا خبره يې د تره له ښځې سره شريکه کړه او هغې بيا دا موضوع زما له پلار او مور غوږونو ته ورسوله.
د نوموړي په وينا، پلار يې د اسعداباد یوې ښځینه ډاکټرې مریم ته بوته او هغې يې لومړي معاینات وکړل.
دی وايي: "ډاکټرې زما پلار ته وویل چې تاسی موږ ته هلک په ښځینه جامو کې راوستی، تاسی نارینه ډاکټر ته لاړ شئ؛ همداسې وشول، د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکټر حیدر ته ورغلو."
دی زیاتوي، هغه ډاکټر هم زما معاینات وکړل او راته ويې ويل چې ته اویا سلنه هلک يې، موږ درته عمليات کوو او هېڅ مسئله نشته.
د نوموړي په وينا، ډاکټرانو د ده پلار ته وویل چې دى هلک دی او ورشه وېښتان ورته جوړ کړه او د هلکانو جامې ورواغونده.
انعام الله زياتوي: "همداسې وشول، خپل کور ته د هلکانو په جامو کې راغلم چې مور مې راته ډېره خوشحاله شوه."
دى وايي، اوس ډېر خوشحاله دى، ځکه وړاندې دوى ورور نه درلود او اوس دى د لسو خويندو ورور شو.
د دې نجلۍ پلار معلم سردار وايي: "زما ټولې یوو لس لورګانې دي او دا (نياز بي بي) مې مشره لور وه، ما د زامنو لپاره دویمه ښځه هم وکړه خو دویمې مېرمن مې هم لور وزېږوله، خدای شته له خپل قسمته ډېر خفه شوم."
نوموړی زياتوي، له کوچنيتوبه د دې نجلۍ ټولې ځانګړنې د نجونې وې او د يوې ښځې ټولې نښې په کې موجودې وې.
د هغه په وينا، "دا جینۍ موږ یو چاته ورکړې وه، یعنې نامزد وه، د دې جینۍ نامزد هم راغی او دې ته يې غاړه ورکړه او مبارکي يې ورته وویله او ويې ويل: زه به بل ځای نامزد شم او په تا د خدای لوی احسان وشو چې ته هلک شوې."
د اسعد اباد د مرکزي روغتون رییس ډاکټر فاروق سهاک وایی: د اسمار ولسوالۍ د معلم سردار په نامه يو کس خپله لور، چې شپاړس کاله عمر یې درلود، په ښځينه جامو کې د دې لپاره راوستې وه، چې ډاکټران يې معاینات تر سره کړي چې په رښتیا هلک شوى دى که نه؟
دى وايي: "جراحي ډاکټر عبدالرووف دغه نجلۍ معاینه کړه او ورته يې وویل: چې دا اویا سلنه سړی دی او دا يوه نازکه پرده ده چې په عملیات کولو سره يې د سړيتوب ټولې نښې ښکاره کېږي."
نوموړی زياتوي، چې دا یو اسانه عملیات دى چې دلته هم کېدای شي.
دى وايي: دا لومړی ځل دی چې له داسې پېښې سره مخ کېږي.

Want your business to be the top-listed Travel Agency in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Kabul
00935
Other Travel Agencies in Kabul (show all)
SK Travels & Tours Services SK Travels & Tours Services
Maiwand Square, Khost Tower, Basement Office #4 Kabul, Afghanistan
Kabul, 1002

SK TRAVELS OFFER ITS CUSTOMERS WITH THE BEST SERVICES IN THE FIELD AIRLINES TICKET, HAJJ, UMRAH, VISA SERVICES TRAVEL INSURANCE AND MANY MORE....!

Jahanbin Travel Agency Jahanbin Travel Agency
Kolola Pushta, Shamsi Plaza Next To Khurshid TV, Kabul Afghanistan
Kabul

Jahanbin Travel & Tour Agency feels happy to manage your tours & trips over all the world & proud to serve you all dears!

Visit Afghanistan Visit Afghanistan
Gule Surkh Intersection
Kabul, 1001

Visit Afghanistan offers you with the ability to see Afghanistan beyond the media negativity.

Day 2 Day Tourist & Travel Agency Day 2 Day Tourist & Travel Agency
Cinema Pamir,Miskinyar Market
Kabul

Our Services: International and Domestic Ticket Booking & Reservation . Multiple Country Visa Services .

شرکت سیاحتی زیارتی ثامن گشت شرکت سیاحتی زیارتی ثامن گشت
Shahid Mazari Street
Kabul, +93

ثبت نام کاروان های زیارتی ویژه اربعین حسینی با خدمات نیمه رایگان کابل: 0202570019 هرات: 0782595916 مزارشریف: 0782595917 غزنی: 0786017798 بامیان،دایکندی..

AllTime AllTime
Kart-e-Parwan
Kabul, 0093

Kabul Kar Logistics & Tours Kabul Kar Logistics & Tours
Qala Fatullah Street # 5 House # 205
Kabul, 11

Kabul Kar Logistics & Tours Ltd.. KabulKar :- Your A - z For Logistics Needs

Ashna travel services  شرکت سیاحتی آشنا Ashna travel services شرکت سیاحتی آشنا
Pol-e-surkh,karte3
Kabul, 25000

شرکت سیاحتی و تکت فروشی َآشنا بهترین خدمات و نازلترین نرخ های تکت را به شما ارئیه میدارد. شماره خدمات مشتریان: 0793212164 - 0793212194 7صبح الی 8 شب

Kabul China Travel & Tours Kabul China Travel & Tours
Dawoodzai Business Center, Kabul, Afghanistan
Kabul

Anas Travel & Tours Agency Anas Travel & Tours Agency
Kabul, 24000

Anas Travel & Tours Agency ( Look not @ Visions , but @ Realities... @ Your Service 24/7 @ +93 744 119 280 - Email: [email protected]

Par Travel & Tours Agency Par Travel & Tours Agency
Kart E 3 Pul E Surkh
Kabul, 24000

Laibah Travels Laibah Travels
GHULBAHR CITY CENTER GROUND FLOOR OFFICE NUMBER 98, KABUL, AFGHANISTAN
Kabul, 25000

This company is founded by Chekhansory brother in 2014. The goal of this company is to provide the best services for the customers from around the world.