Bravo Af Travel & Tours

با اعتبار ترین خدمات ویزه عمره در سطح افغانستان

Operating as usual

Photos from Bravo Af Travel & Tours's post 27/07/2021

#ښه_خبر
سعودي بهرنیو مسلمانانو ته د "عمرې حج" اجازه ورکوي
سعودي عربستان کې سرچینې وايي د دغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې روان کال هغو بهرنیو اتباعو ته د عمرې حج د ادا کولو اجازې ورکړي، چې واکسین شوي وي.

د سعودي د دولتي تلویزیون العربیه د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت ویلي بهرني اتباع به د را روانې اګست میاشتې له لسمې د عمرې حج اجازه ولري.

د سعودي د حج او عمرې د ملي کمېټې غړی 'هاني علي العمیري' وايي هغه کسان چې غواړي عمره وکړي، د نړۍ لروبر کې د نږدې شپږ زره ایجنسیو او دېرشو انلاین پلټفارمونو له لارې خپل نومونه ثبتولی شي.

خو د هغه په وینا، د عمرې حج لپاره د اوکسین شرط حتمي دی او ترڅنګ به یې ټولو ځایونو کې د خوندیتابه تدابیر هم ډاډمنېږي.

په رپوټ کې راغلي چې ایجنسۍ او افراد د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا منظور شویو او باور وړ پورټلونو سره د ویزې، استوګنځي او سفري اسانتیاوو لپاره انلاین نومونه لیکلی شي.

د فرضي حج د مراسمو له پای وروسته د مکې مکرمې ښار سپېڅلو ځایونو ته د عمرې لپاره د خلکو ورتګ پیل شوی دی.

العربیه تلویزیون وايي "۵۰۰ کمپنۍ د بهرنیو معتمرینو د هرکلي او هغوی ته مسجد الحرام کې د لمونځ ادا کولو لپاره د مهالویش په برابرولو بوختې دي."

د سعودي عربستان روغتیا وزیر توفیق الربیعه وايي روان کال د حج مراسمو کې د کوویډ-۱۹ ان یوه مثبته پېښه هم نه ده ثبت شوې.

سږ کال یوازې سعودي مېشتو مسلمانانو د حج فریضي د ادا کولو اجازه درلوده او ټول واکسین شوي وو.

د حج مراسمو پر مهال د ټولنیز واټن د سپارښتنې عملي کېدل هم لازمي وو.

پر دې سربېره سږ د حج مراسمو پر مهال د ټکنالوجۍ کارونه هم عامه وه. د ځیرکو تلیفونو د اپلیکېشن، برېښنايي موټرو او روباټونو په وسیله دا ډاډمنه شوې وه چې د حج اجتماع کې وېروس خپور نه شي.

سږ کال ۶۰ زرو حجیانو حج وکړ

د تازه رسمي شمېرو له مخې سعودي عربستان کې د کورونا وېروس ۱۱۹۴ ورځنۍ مثبتې پېښې او د ۱۲ کسانو مړینه تائید شوې ده.

له دې سره د دې وبا له پیل راهیسې سعودي عربستان کې پر کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر ۵۱۸ زره ۱۴۳ تنو ته رسېدلی چې ۸ زره ۱۶۷ ترې مړه شوي دي.

د تېر کال یوازې ۱۰ زره سعودي وګړو ته د حج فریضې د ادا کولو اجازه وه، خو سږکال دا شمېر نږدې ۶۰ زره تنو ته رسېده.

نبوي جومات؛ له حضرت محمد (ص) تر اوسه
تاریخ کې داسې ۴۰ پېښې چې له امله یې حج و نه شو
سږ کال سعودي کې مېشتو بهرنیو مسلمانانو هم د حج ادا کولو اجازه درلوده.

د سعودي حکومت د کورونا وبا له پیل راهیسې د عمرې پر مراسمو بندیز لګولی و خو دغه بندیز د ۲۰۲۰ کال اکتوبر کې نرم شو.

له هغه وروسته د سعودي اتباعو او دغه هېواد کې مېشتو بهرنیو مسلمانانو د عمرې اجازه درلوده.
Bravo Af Travel & Tours

25/07/2021

د معتمرینو لپاره ښه زیرۍ.
سعودي عربستان د عمرې د ادا کولو اجازه ورکړه
د اګست میاشتې له لسمې نېټې څخه د هند، پاکستان، اندونیزیا، مصر، ترکیه، ارجینټاین، برازیل، سوېلي افریقا او لبنان پرته د ټولو هېوادونو حاجیان کولای شي چې سعودي عربستان ته د عمرې حج لپاره مستقیمې الوتنې ولري.

د معتمرینو لپاره ښه زیرۍ.
سعودي عربستان د عمرې د ادا کولو اجازه ورکړه
د اګست میاشتې له لسمې نېټې څخه د هند، پاکستان، اندونیزیا، مصر، ترکیه، ارجینټاین، برازیل، سوېلي افریقا او لبنان پرته د ټولو هېوادونو حاجیان کولای شي چې سعودي عربستان ته د عمرې حج لپاره مستقیمې الوتنې ولري.

[02/20/20]   إِنَّ رَبَّک لَبِالْمِرْصَادِ
يقين وکړې چې ستاسې پروردګار ټول په نظر کې نيولي دي.
#سوره_الفجر

[02/08/20]   حدیث شریف
سجده لګول
دابوهريرة رضي الله عنه څخه روایت دی: چه رسول اکرم ﷺ وفرمايل: بنده د سجدې په حالت کې تر ټولو حالاتو څخه ډېر الله ﷻ ته نږدې کيږي!!
نو په دې حالت کې ډېرې دعا کوئ!!
[صحيح المسلم: 489

25/01/2020

Bravo Af Travel & Tours

شرکت سياحتی بیشک - Bravo Af Travel & Tours

بیشک سیاحتي شرکت (Bravo)افتخار لري چې په ښو او لوړو کیفیتونو سره د حج او عمرې خدمتونه خپلو خلکو ته وړاندې کوي.

بیشک سیاحتي شرکت (Bravo)۱۵ ورځني، ۲۱ ورځني او ۲۸ ورځني پیکچونه په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د مسجد الحرام ته تر ټولو نژدې (۵ دقیقې) فاصله کې او په مجهزترین او لوړ کیفیت لرونکې ټرانسپورټ سره خپلو خلکو ته آرایه کوو.

تاسو کولای شئ چې د روغتیايي بيمې څخه هم ګټه پروته کړئ

د اړیکو شمیره: ۹۳۷۸۰۶۱۵۴۲۶+

Location

Category

Telephone

Address


Ansari Square, Shahre Naw
Kabul
Other Tour Agencies in Kabul (show all)
Tazesh Travel & Tours Tazesh Travel & Tours
Gulbahar Center 1st Floor Office A - 61
Kabul

Feel the comfort with our Travel Agency. TAZESH TRAVEL & TOURS

Kabul Travel & Ticketing Kabul Travel & Ticketing
Wazir Akbar Khan
Kabul, 25000

haj and umrah

Noshaq Tours Noshaq Tours
Malek Asghar Square, Doudzai Center, Flat No:L3-059
Kabul, 1003

> Tours Operator > Holiday Tour packages Operator > Visa Services > Tour Guiding Services > Travel Agency > Ticket booking

Shneez Group of Companies Shneez Group of Companies
Kabul City
Kabul

www.shneez.com

SahiL Travel & Tours SahiL Travel & Tours
Travel Agency And Tours
Kabul

SahiL Tour team ✔ Verified Official © ORIGINAL PAGE ® Visit ✓ Like ✓ Share ✓ Tag █║▌│█│║▌║││█║▌║▌║

Khurasan Naween Khurasan Naween
Malek Azghar Campus Gulbahar Center
Kabul, 0093

We proud to serve for our people for better services during the trip to world wide and offering the lowest prices and discounts.

Babur Hilal Travel & Tours Babur Hilal Travel & Tours
Gul Bahar Center Basement No. A 8
Kabul, 0000

Yurt içi ve yurt dışı bilet satışları, Türkiyeden uygun fiyata ev alımı ve kiralaması, Türkiye ikamet izni (2 yıla kadar)

Kamawee Travel & Services   کاموي سیاحتی او خدماتي شرکت Kamawee Travel & Services کاموي سیاحتی او خدماتي شرکت
Dawood Zai Business Center Floor L-1 Shop No.258, Opp Gulbahar Center, Near Ministry Of Foreign Affair
Kabul

Kamawee Travel & Tourism

Khalil Seraj Travels & Umrah Services Khalil Seraj Travels & Umrah Services
Shar E Now First Street Of Haji Yaqoob Infront Of Redcross Office
Kabul, 25000

Fly with us To Dubai/Saudi/india all around the world Get lowest umrah prices

Explore Afghanistan Explore Afghanistan
Shar-e-now
Kabul

Explore Afghanistan guides you throughout Afghanistan with live trips to historical, beautiful and natural locales with live Photography, Guides, and Information.

Easy Connect Travel & Tours Easy Connect Travel & Tours
Shahr-e-Naw, Ansari Square, Opposite Safi Airways Main Office
Kabul, 24000

Inspire the world within your reach with Easy Connect Travel & Tours